طالبانو له دیني مدرسو د مرستې غوښته کړي ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i104842-طالبانو_له_دیني_مدرسو_د_مرستې_غوښته_کړي_ده
زمونږخبریال وايي طالبانو په یو لیک کې دکابل او لویو ښارونو د امنیت دخوندیتوب په موخه له دیني مدرسو د مرستې غوښتنه کړې ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 28, 2021 07:12 Asia/Kabul
  • طالبانو له دیني مدرسو د مرستې غوښته کړي ده

زمونږخبریال وايي طالبانو په یو لیک کې دکابل او لویو ښارونو د امنیت دخوندیتوب په موخه له دیني مدرسو د مرستې غوښتنه کړې ده .

په هغه  رسمي لیک کې چې د طالبانو د تعلیم او تربیې او لوړو زده کړو کمیسون له لورې پر پلازمینې کابل سربیره د ولایتونو د تعلیم او تربیې کمیسونونو ته استول شوې او رسنیو ته یې هم لار موندلی ویل شوي چې په تیرو شلو کالو کې دهیواد د اشغال په دوام ډول ډول بدبختۍ،غلاوې  ، قتلونه ، فحشاوې او داسې نور فسادونه تر سره شوي دي .

 اوس ددې لپاره چې د پلازمینې کابل او نورو لویو ښارونو ساتلو او ولس ته د ډآډمنې او سوله ییزې فضا جوړولو اړتیا ده نو دهمدې اړتیا د پوره کولو لپاره له تاسو غوښتنه کیږي چې  دخپلو اړوندو دیني  مدرسو د لوړو ټولګیو طالبانو (زده کوونکو) ته د یوې میاشتې لپاره رخصت ورکړئ او د یو ښوونکي یا مدرس په مشرۍ یې اړونده نږدې امنیتې ادارې ته ورواستوئ .

یو شمیر شنونکي د امنیت د خوندیتوب په نامه طالبانو له لورې له دینې مدرسو څخه د زده کوونکو د راغوښتلو په اړه پر دې باور دي چې یا خو د  طالبانو لیکې دبشري ځواک له کمښت سره مخ دی او یا هم طالبان  د  یوې بلې جګړې او مقاومت لپاره چمتو والی نیسي.

ها خوا طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په کابل کې هغه کسانو ته  چې لا هم د  پخواني دولت وسلې او نورو امکانات ورسره دي یوه اونۍ وخت ورکړی چې هر ډول دولتي امکانات طالبانوته وسپاري په خبر پاڼه کې ګواښ شوی چې که هر څوک له دې خبرتیا سرغړونه وکړي تر جدي تعقیب لاندې نیول کیږي او بیا به د شکایت حق ونلري .