طالبانو د لغمان ولايت پخواني لوړ پوړي چارواکي له بنده خوشې کړل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i104870-طالبانو_د_لغمان_ولايت_پخواني_لوړ_پوړي_چارواکي_له_بنده_خوشې_کړل
زمونږ خبریال وايي د لغمان د والي د مطباتي دفتره په خپره شوې خبر پاڼه کې ويل شوي چې دلغمان ولايت والي امنیه قوماندان د ملي امنيت ادارې ريس او د ولايتي شورا ريس له دوه (2) اونيو بند وروسته خوشې او خپلو کورونو ته ستانه شول.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 28, 2021 12:01 Asia/Kabul
  • طالبانو د لغمان ولايت پخواني لوړ پوړي چارواکي له بنده خوشې کړل

زمونږ خبریال وايي د لغمان د والي د مطباتي دفتره په خپره شوې خبر پاڼه کې ويل شوي چې دلغمان ولايت والي امنیه قوماندان د ملي امنيت ادارې ريس او د ولايتي شورا ريس له دوه (2) اونيو بند وروسته خوشې او خپلو کورونو ته ستانه شول.

په خبرپاڼه کې د لغمان د اوسني امنيه قوماندان مولوي فيصل پر وينا چې ياد چارواکي يې د لوړپوړو طالب مشرانو په سپارښتنه نيولي او اوس يې دطالبانو دمشر ملا هيبت الله په ځانګړي فرمان خوشې کړل.

 له طالبانو سره د يادو بندي چارواکو په اړه ويل کيدل چې ځورول شوي او شکنجه ورکول کيږي خو دوې له خوشې کيدو وروسته وويل چې په زندان کې ورسره ښه چلند شويدی.

که څه هم چې طالبانو د پخواني حکومت ټولو پوځي او ملکي چارواکو او کارکوونکو ته دعفوې اعلان کړی و خو د دې سره سره يې د لغمان ولايت دا څلور لوړ پوړي چارواکي خواوشاه دوه اونۍ له کوم څرګند دليل له وړاندې کولو پرته په زندان کې وساتل .