یوټيوب چلوونه د پیسو ګټل يا غير مسلکي خبريالي؟
په افغانستان کې له څو کلونو راهیسې ډېر شمېر کسان لګيا دي او د يوټيوب چینل لارې فعاليت کوي، د يوټيوب چېنلونو چلوول هېڅ ستونزه نهلري او هر څوک کولی شي چې پهدې حوزه کې فعاليت وکړي، خو هغه څه چې پهدې ورستيو کې یې ډېرې ستونزې جوړې کړې دي؛
دا ده چې ډېر شمېر يوټيوب چلوونکي خپل کار رسنیز فعاليت بولي او د يو خبريال په توګه غواړي فعاليت وکړي چې دا مستقيم په افغانستان کې د رسنيو پر فعاليتونو خپلې اغېزې لري. ډېری کسان يوټيوب چېنل يوازې د پیسو ګټلو لپاره کاروي، خو داسې کسان هم شته چې د ټولو اصولو په مراعاتولو سره یې د اطلاع رسونې لپاره کاروي چې دا بيا په اقليت کې راځي او شمېر خورا کم او د ګوتو په شمار دی. په هېواد کې ډېر کم شمېر يوټيوب چلوونکي دي چې د ژورنالېزم له اصولو خبر دي، خو اکثريته یې بيا غير مسلکي او بېتجربې دي، ډېری داسې کسان هم شته چې د ليک او لوست مهارت نهلري، خو لګيا دي يوټيوب چېنل چلوي. پهدې لیکنه کې په افغانستان کې د يوټيوب چېنل چلوونکو پر ستونزو او نيمګړتياوو بحث شوی دی. په افغانستان کې د يوټيوب چېنلونو اساسي ستونزې؛ غیر مسلکيتوب د يوټيوب چېنل تر ټولو لويه ستونزه دا ده چې هر څوک یې پرته له هر ډول محدودیت څخه جوړولی شي او پهکې فعاليت کوي، دې چارې غير مسلکي کسانو ته هم لار پرانیستې چې پهدې حوزه کې فعاليت او اطلاع رسونه وکړي. ډېر يوټيوب چېنلونه شته چې په بشپړ ډول غير مسلکي دي او هېڅ ډول مسلکيتوب پهکې نهليدل کېږي چې دا مستقيم اغېز د رسنيو پر مسلکيتوب لري. سوداګرییزې موخې په ټوله نړۍ بيا په ځانګړي ډول په افغانستان کې د يوټيوب چېنلونو د جوړېدو او رامنځته کېدو يوازېنی لامل او موخه د پیسو ګټل دي. د پيسو د ګټلو لپاره بيا ډېر کسان دې ته اړ کېږي،څو هر ډول کره او ناکره مالومات خپرېږي او له دې لارې ډېر کتوونکي او سبسکرایب ترلاسه کړي، لويه ستونزه دا چې د افغانستان په شان هېواد کې چې اکثريته وګړي یې د سواد له مهارت څخه بېبرخې دي، ژر د يوټيوب چېنلونو پر خپاره شويو مالوماتو او مطالبو باور او اعتبار کوي او څاري یې. د غير اخلاقي ويډيوګانو خپرول لکه څنګه چې پورته يادونه وشوه چې يوټيوب چېنل ډېر کله د سوداګریزو موخو لپاره د غير مسلکي کسانو لهخوا چلول کېږي، نو همدا يو لامل دی چې دوی هڅه کوي چې د پیسو ګټلو لپاره غير اخلاقي موارد خپاره کړي، هغه څه چې خپرول یې په رسمي رسنيو کې هېڅ ډول جواز نهلري. بېتجربهګي په هېواد کې يوټيوب چلوونکي د اطلاع رسونې په حوزه کې هېڅ ډول تجربه نهلري او د رسنيزو فعاليتونو پر ابتدايي اصولو هم نهدي خبر، خو بيا هم هره ورځ اصلاع رسونه کوي، دې چارې د يوټيوب چېنل اعتبار ته ډېر زيان رسولی دی. د همدې بېتجربهګۍ له کبله ډېر شمېر کسان د يوټيوب چېنل له لارې داسې مطالب خپروي چې نه د رسنيو له اصولو او اخلاقو سره برابر وي او نه هم د ټولنې له کلتور او فرهنګ سره سازګاري لري. د قوانينو او محدوديتونو نهشتون په افغانستان او نړۍ کې د رسنيو لپاره ځانګړي قوانين او محدوديتونه دي او د دغو قوانينو په رڼا کې رسنۍ او خبريالان خپل فعاليت کوي، خو له بدهمرغه د يوټيوب چېنل لپاره بيا هېڅ ډول قوانين او مقررات شتون نهلري او يوټيوب چلوونکي چې هر څه وغواړي خپروي یې. د يوټيوب چېنل د جوړولو او فعاليتونو لپاره د هېڅ ډول ځانګړو قوانينو نهشتون له امله بیا نن سبا په هېواد کې بېشمېره يوټيوب چېنلونه دي او هر څوک لګيا دي له دې لارې پیسې ګټي او فعاليت کوي. د فېک نيوز خپرول لکه څنګه چې په لومړي سر کې يادونه وشوه چې يوټيوب چېنل د پیسو ګټلو لپاره کارول کېږي، نو همدا یې تر ټولو عمده او اساسي لامل دی چې ډېر کسان پهدې لټه کې دي چې د هر ډول مالوماتو په خپرولو سره پیسې وګټي، ډېر کله به مو پام شوی وي چې په يوټيوب چېنل کې داسې مطالب خپاره شوي وي چې پرې باور کول ستونزمن وي. کله کله بيا د يوټيوب چېنل د خپاره شوي مطلب ټايټل (عنوان) يو څه وي، خو کله چې خپور شوی مطلب تر پايه وګورې، نو بل څه بهوي دا په خپله لویه او اساسي ستونزه ده. لنډمهاله موخې ډېری يوټيوب چېنلونه موقتي او د لنډمهال لپاره جوړ شوي وي، کله چې یې موخې پوره شي نو سمدستي بېرته تړل کېږي او ډېر کله دوی د خپلو لنډمهاله موخو د ترلاسه کولو لپاره پرته له هر ډول قوانیو او اصولو مطالب او مالومات خپروي. د اطلاع رسونې اصولو ته نهدرناوی په ژورنالېزم کې د اطلاع رسونې او رسنیزو فعاليتونو لپاره ځانګړي اصول موجود دي او د همدغو اصولو په رڼا کې رسنیزې چارې ترسره کېږي، دقت، توازن، بېطرفي او انصاف د اطلاع رسونې مهم اصول بلل کېږي. يوټيوب چېنل هم د اطلاع رسونې مهمه وسيله ده، خو بدهمرغه د دې وسلې د کارولو لپاره هېڅ ډول اصول نهشته او چلوونکي یې هم له هېڅ ډول اصولو سره اشنا نهدي. د يوټيوب چېنل مثبت اړخونه؛ پر دې موضوعاتو سربېره يوټيوب چینل ښه اړخونه هم لري چې کولی شو ترې ګټه پورته کړو، خو د داسې چېنلونو شمېر بیا خورا کم دی. يو شمېر يوټيوب چېنلونه شته چې په بېلابېلو سياسي، ادبي، اقتصادي، هنري، مالوماتي، روغتيايي، ښوونیزو، ورزشي او نورو برخو کې په بشيړ مسلکيتوب سره فعاليت کوي دا چېنلونه د مسکي کسانو لهخوا مديريت کېږي او ښې پايلې هم لري. يوټيوب چېنلونو دا زمينه برابره کړې چې هر څوک په هر ځای او هر حالت کې زدهکړه وکړي او ښوونیزې او اموزشي ويډيوګانې وګوري، لهدې لارې کولی شي خپل مهارتونه وچت کړي، اقتصادي مسايل وڅاري، لوبې وګوري او ورزشي زدهکړي. ډېر داسې چېنلونه هنم شته چې د سرګرمۍ او تفريحي مواردو لپاره جوړ شوي او فعاليت کوي، کله کله د داسې چېنلونو څارل د سړي ته ارامتيا ورپهبرخه کوي او فکر بدلوي. په يوټيوب کې ځينې مالوماتي چېنلونه هم شته چې په څارلو سره یې سړی کول شي ډېر څه زدهکړي او خپل مالومات زیات کړی. په يوټيوب کې داسې چېنلونه هم شته چې د ښوونې او روزنې په برخه کې فعاليت کوی، له دې لارې کولی شو کمپيوټري پروګرامونه، ګرافيک، ښوونیز مضامين، ژبې او ورته نور مسايل زدهکړو. حللارې د دې ستونزې د هواري لپاره ځانګړې حللارې که څه هم نشته، خو بيا هم ځينې لارې چارې دي چه په عملي کولو سره یې ښايي دا ستونزه تر يوه حده حل شي، تر هر څه مخکې بايد داسې قوانين او مقررات رامنځته شي چې په پایله کې یې هر څوک ونهشي کړی يوټيوب چېنل جوړ کړي، بله مسله دا ده که يوټیوب چېنل هم جوړېږي هر څوک یې باید د خپل د تخصص په حوزه کې وکاروي، هر يويټوب چېنل ته باید د اطلاع رسونې اړخ ورنهکړل شي او هر يوټيوب
لیکنه منصور یوسفزی