طالبانو د قبایلو له مشرانو سره خبرې اترې پیل کړې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i104946-طالبانو_د_قبایلو_له_مشرانو_سره_خبرې_اترې_پیل_کړې
طالبانو د افغانستان د حکومت د راتلونکي جوړښت د ټاکلو په موخه د دغه هیواد په ځینو سیمو کښې له قبایلي مشرانو او شخصیتونو سره خبرې اترې پیل کړې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 30, 2021 08:06 Asia/Kabul
  • فایل فوټو
    فایل فوټو

طالبانو د افغانستان د حکومت د راتلونکي جوړښت د ټاکلو په موخه د دغه هیواد په ځینو سیمو کښې له قبایلي مشرانو او شخصیتونو سره خبرې اترې پیل کړې.

طالبانو د افغانستان د حکومت د راتلونکي جوړښت د ټاکلو په موخه د دغه هیواد په ځینو سیمو کښې له قبایلي مشرانو او شخصیتونو سره خبرې اترې پیل کړې.

په طالب ډلې کښې خبرو سرچینو ویلي چې د دغې ډلې مشر هیبت الله اخوندزاده او د هغه مرستیال ملا محمد یعقوب د افغانستان په سویل کښې د قندهار د قبایلو له مشرانو او رئیسانو سره مشورتي خبرې اترې پيل کړې.

د دغو خبرواترو چورلیز د افغانستان د راتلونکي سیاسي نظام ماهیت اعلان شوی دی. په یادو مذاکراتو کښې د ولسمشرۍ یا د پارلیماني نظام یا د قدرت د دواړو مرکزونو د ترکیب په چورلیتوب سره د یو حکومت د جوړولو او هم داشان په راتلونکي حکومت کښې د ښځو د موقعیت په هکله صلاح مشورې وشوې.

له دې نه علاوه د هلمند ولایت له مشهورو شخصیتونو سره د اړیکې مسئولیت د طالبانو د دعوت او ارشاد د کمیټې مشر میر خان متقي ته سپارل شوی دی.