افغانستان کښې د امریکې د هوايي حملې د مړو شمیر زیات شو
د افغانستان په پلازمینې کښې یوې خبر سرچینې د کابل هوايي ډګر ته نزدې د امریکې په وروستي هوايي برید کښې د ملکي تلفاتو شمیر، له خپرو شویو ارقامو ډیر زیات وباله
د افغانستان په پلازمینې کښې یوې خبر سرچینې د کابل هوايي ډګر ته نزدې د امریکې په وروستي هوايي برید کښې د ملکي تلفاتو شمیر، له خپرو شویو ارقامو ډیر زیات وباله
په داسې حال کښې چې په افغانستان کښې د امریکې پد هوايي برید له امله د وژل شویو ملکي افغانانو شمیر مخکښې ۴ تنه او بیا ۶ تنه اعلان شو، د یو وژل شوي کس د خپلوانو په وینا په دغې ډرون حمله کښې ۱۲ ملکي کسان مړه شوي دي.
د یو وژل شوي کس ورور وویل چې په یاده حمله کښې وژل شوي کسان داعشیان نه وو بلکې ټول د یوې کورنۍ غړي او عام خلک وو.
هغه څرګنده کړه چې په وژل شویو کښې ۶ ماشومان دي.
د خپرو شویو خبرونو له مخې د امریکې له بې پایلټه الوتکې څخه توغول شوی میزایل د کابل له هوايي ډګر سره نزدې په یو کور لګیدلی دی.
په امریکایانو باندې له دې مخکښې هم په هوايي بریدونو کښې د ملکي افغانانو د وژلو په وجه نیوکې شوې دي.