طالبانو د بغلان ولایت ډیرې سیمې ونیولې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i104962-طالبانو_د_بغلان_ولایت_ډیرې_سیمې_ونیولې
طالب وسله والو په بغلان ولایت کښې د پل حصار ولسوالۍ کنټرول په لاس کښې واخیسته
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 30, 2021 12:06 Asia/Kabul
  • طالبانو د بغلان ولایت ډیرې سیمې ونیولې

طالب وسله والو په بغلان ولایت کښې د پل حصار ولسوالۍ کنټرول په لاس کښې واخیسته

طالب وسله والو په بغلان ولایت کښې د پل حصار ولسوالۍ کنټرول په لاس کښې واخیسته

په بغلان کښې یوې سیمه ایزې سرچینې د نوم د نه څرګندولو په غوښتنه وویل چې دوه زره طالبان پرون پل حصار ولسوالۍ ته ننوتل.

د دغه ولایت بنو او ده صلاح ولسوالۍ له مخکښې نه په بشپړه توګه د طالبانو لاس ته ورغلې دي.

دغې سرچینې زیاته کړه چې د سیمې د ولسوالیو په تیره بیا د پل حصار ولسوالۍ ټول سړي غرونو ته تښتیدلي دي.

دغې سرچینې څرګنده کړه چې که په پنجشیر کښې د طالبانو او د دغې ډلې د مخالفانو ترمینځ مذاکرات نتیجې ته ونه رسیږي نو طالبان به د اندراب له لارې په پنجشیر حمله وکړي.