د افغانستان طالبان به زر نوی حکومت اعلان کړي
زمونږ خبریال وايي د افغانستان د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوې (۱) ټیلي ويژني مرکې کښې وویل چې ډیر زر به نوی حکومت اعلان شي او دغه خبره یې رد کړه چې د کابینې د غړیو فهرست جوړ شوی دی.
راپورونه وايي چې د طالبانو یو (۱) بنسټګر او په قطر کښې مهم مرکچي ملا برادر به خارجه وزیر وي .
د طالبانو د بنسټګر ملا عمر زوی ملا یعقوب به دغه راز دفاع وزیر وي او د طالبانو د حقاني سخت دریځه ډلې مشر سراج الدین حقاني به د کورنیو چارو وزیر وي .
د افغانستان د طالبانو د سیاسي دفتر مشر شیر عباس استانکزي په یوې (۱) مرکې کښې د نوي کابینې د غړیو په هکله هیڅ ونه ویل .
هغه وویل دغه ډله به راتلونکو څو ورځو کښې نوی حکومت اعلان کړي او زیاته یې کړه د پخواني حکومت چارواکو او ښځو ته به هیڅ وزارتونه ورنکړل شي .
شیر عباس استانکزي وویل ښځې په لاندې سویه حکومتي کارونه کولی شي .