د افغانستان طالبان به زر نوی حکومت اعلان کړي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i105102-د_افغانستان_طالبان_به_زر_نوی_حکومت_اعلان_کړي
زمونږ خبریال وايي د افغانستان د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوې (۱) ټیلي ويژني مرکې کښې وویل چې ډیر زر به نوی حکومت اعلان شي او دغه خبره یې رد کړه چې د کابینې د غړیو فهرست جوړ شوی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 02, 2021 23:57 Asia/Kabul
  • د افغانستان طالبان به زر نوی حکومت اعلان کړي

زمونږ خبریال وايي د افغانستان د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوې (۱) ټیلي ويژني مرکې کښې وویل چې ډیر زر به نوی حکومت اعلان شي او دغه خبره یې رد کړه چې د کابینې د غړیو فهرست جوړ شوی دی.

راپورونه وايي چې د طالبانو یو (۱) بنسټګر او په قطر کښې مهم مرکچي ملا برادر به خارجه وزیر وي .

د طالبانو د بنسټګر ملا عمر زوی ملا یعقوب به دغه راز دفاع وزیر  وي او د طالبانو د حقاني سخت دریځه ډلې مشر سراج الدین حقاني به د کورنیو چارو وزیر وي .

د افغانستان د طالبانو د سیاسي دفتر مشر شیر عباس استانکزي په یوې (۱) مرکې کښې د نوي کابینې د غړیو په هکله هیڅ ونه ویل .

هغه وویل  دغه ډله به راتلونکو څو ورځو کښې نوی حکومت اعلان کړي او زیاته یې کړه د پخواني حکومت چارواکو او ښځو ته به هیڅ وزارتونه ورنکړل شي .

شیر عباس استانکزي وویل ښځې په لاندې سویه حکومتي کارونه کولی شي .