امرالله صالح په طالبانو د جنګي جنایتونو تور ولګوه
امرالله صالح چي اوس ځان د افغان حکومت سرپرست بولي د جمعې په ورځ طالبان د بشري حقونو په نه پاملرنې او جنګي جنایتونو تورن کړ.
صالح په یو ټوویټري پیغام کې ولیکل: طالبان جنګي جنایتونه تر سره کوي او د نړیوالو بشري حقونو خیال نه ساتي.
هغه په دوام کې ولیکل: موږ د نړۍ له مشرانو او د ملګرو ملتونو څخه غواړو چي د طالبانو دغه ترهګریز او له جنایت ډک چلند ته پاملرنه وکړي.
صالح چي اوس د کابل په شمال کې د پنجشېر په سیمه کې دی وایي: طالبان دغه سیمې د درملو او بشري توکو په لېږد بندیز لګولي او ټلفوني شبکې او برق یې بند کړی دی.
امرالله صالح په داسي حال کې دغه خبرې کړې چي د پنجشېر په ولایت کې د طالبانو او د احمد مسعود په مشري د مقاومت د جبهې د ځواکونو تر مینځ سختې نښتې روانې دي او دواړو لورو د پرمختګ ادعاوې کوي.