طالبانو په کابل کښې په تګ راتګ محدودیتونه ختم کړل
ایران پریس خبري اژانس وايي د طالبانو په شتون سره د پخواني ولسمشر اشرف غني په وخت کښې په پلازمینې کابل کښې لګول شوي محدودیتونه لغو شوي دي .
د افغانستان پلازمینې کابل ته د طالبانو د ځواکونو له ورتلو وروسته په ښار کښې په تګ راتګ محدودیتونه ختم شوي او خلک په اسانۍ سره هر ځای ته تللی او راتللی شي .
د کابل ښار د خلکو د ورځې فعالیتونه د طالبانو ځواکونو د شتون په سیوري کښې دوام لري خو هماغه راز منتظر دي چې په افغانستان کښې نوی حکومت جوړ شي .
ټاکل شوي وه چې د افغانستان نوی حکومت پرون اعلان شي خو د طالبانو ځینو سرچینو وویل په راتلونکو څو ورځو کښې به نوی حکومت اعلان شي .
د افغانستان ځینې خلک اوس هم د طالبانو د تیرو کړچارونو په وجه د دغه ډلې د رویې د بدلیدا په هکله شک لري خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له ایران پریس خبري اژانس سره په مرکه کښې وویل د افغانستان خلکو په کابل او نورو ښارونو کښې د دغه ډلې د ځواکونو په شتون سره یوشمیر توپیرونه ولیدل او له خلکو سره د طالبانو د ځواکونو چلند ښه دی .