د طالبانو په ډزو کښې د کابل ۱۷ ښاریز وژل شوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i105184-د_طالبانو_په_ډزو_کښې_د_کابل_۱۷_ښاریز_وژل_شوي
زمونږ خبریال وايي د کابل د روغتون د راپور پراساس په کابل ښار کښې بیګا د طالبانو په ډزو کښې اولس (۱۷)کسان وژل شوي او یوڅلویښت (۴۱)نور ژوبل شوي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 04, 2021 08:02 Asia/Kabul
  • د طالبانو په ډزو کښې د کابل ۱۷ ښاریز وژل شوي

زمونږ خبریال وايي د کابل د روغتون د راپور پراساس په کابل ښار کښې بیګا د طالبانو په ډزو کښې اولس (۱۷)کسان وژل شوي او یوڅلویښت (۴۱)نور ژوبل شوي دي .

تراوسه د طالبانو رسمي سرچینو دغه وژله تائید یا رد کړي نه ده .

د ننګرهار ولایت ځايي چارواکو هم وویل په جلال اباد ښار کښې بیګا په هوايي ډزو کښې اولس (۱۷) کسان مړه او  یا ژوبل شوي دي چې یوشمیر پکښې ماشومان او ښځې دي .

تیره شپه په  کابل کښې د طالبانو پراخو هوايي ډزو په خلکو کښې زیاته ویره رامینځته کړي وه .

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په طالبانو غږ وکړ له هرډول هوايي ډزو ډډه وکړي ځکه چې د ټوپکو ګولې له بیت المال سره اړه لري  او هیڅوک له وسلو د بې مورده استفادې حق نلري .