په پنجشیر ولایت د طالبانو حملې باید بندې شي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i105190-په_پنجشیر_ولایت_د_طالبانو_حملې_باید_بندې_شي
زمونږ خبریال وايي د افغانستان د جمعیت اسلامي ګوند مشر صلاح الدین رباني په پنجشیر ولایت باندې د طالبانو د حملو د بندولو غوښتنه وکړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 04, 2021 09:15 Asia/Kabul
  • په پنجشیر ولایت د طالبانو حملې باید بندې شي

زمونږ خبریال وايي د افغانستان د جمعیت اسلامي ګوند مشر صلاح الدین رباني په پنجشیر ولایت باندې د طالبانو د حملو د بندولو غوښتنه وکړه .

هغه نن طالبانو ته په خطاب کښې وویل په اوسنیو شرایطو کښې چې په افغانستان کښې هیڅ خارجي پوځي نشته د جنګ د دوام لپاره هیڅ پلمه نه ده پاتې .

د افغانستان د جمعیت اسلامي مشر صلاح الدین رباني په پنجشیر ولایت د طالبانو برید د شرم سبب وباله او زیاته یې کړه دغه حمله به هیڅ بریا ونلري او صادقانه او جامع خبرې اترې د پنجشیر ولایت د مسلې یوازنې حل لاره ده .

هغه وویل د افغانستان د خلکو هیله دا ده چې د هیواد د خلکو د منلو وړ او معقولې حل لارې ته تر رسیدا پورې طالبان په پنجشیر ولایت باندې له هرډول حملې ډډه وکړي .