د کابل د سرای شهزاده د صرافانو بازار بیا کار پیل کړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i105196-د_کابل_د_سرای_شهزاده_د_صرافانو_بازار_بیا_کار_پیل_کړ
زمونږ خبریال وايي په کابل ښار کښې د صرافیانو ترټولو ستر بازار نن سهار له سره پرانیستل شو
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 04, 2021 10:01 Asia/Kabul
  • د کابل د سرای شهزاده د صرافانو بازار بیا کار پیل کړ

زمونږ خبریال وايي په کابل ښار کښې د صرافیانو ترټولو ستر بازار نن سهار له سره پرانیستل شو

د اګست په پینځلسمه (۱۵) نیټه کابل ښار ته د طالبانو د ځواکونو له ورننوتلو وروسته د سرای شهزاده په نوم د افغانستان د صرافانو ترټولو ستر بازار وتړل شو او د بهرنیو اسعارو د راکړې ورکړې او د حواله د ترسره کیدا په شمول هرډول خدمات په کامل ډول بند شوي وو .

د سرای شهزاده د صرافانو د بازار د تړل کیدا علت د چورتالان او غلا او د مرکزي بانک په شمول د افغانستان د نورو بانکونو تړل کیدل اعلان شول .

د افغانستان د بهرنیو اسعاور په معاملاتو کښې د سرای شهزاده د صرافانو بازار دومره اهمیت لري چې په دغه بازار کښې د معاملې پراساس د بهرنیو اسعارو بیه ټاکل کیږي .