د کابل میرمنو نن د دوهمې ورځې لپاره مظاهرې وکړې
Sep 04, 2021 11:09 Asia/Kabul
ایرنا خبري اژانس وايي په کابل کښې یوشمیر میرمنو د دوهمې (۲) ورځې لپاره په مظاهرو کښې ګډون سره له طالبانو ډلې څخه د خپلو حقوقو د تامینولو غوښتنه وکړه .
د افغانستان میرمنو نن د مالیې وزارت ته نږدې د کابل په «پشتونستان »میدان کښې په راغونډیدا سره د ازادۍ د برابرۍ او د ډیموکراسۍ په هکله په شعارونو ورکولو سره د طالبانو په سیاستونو باندې نیوکې سره په سیاست ، اقتصاد او کلتور کښې د خپلو حقوقو د تامینیدا غوښتنه وکړه .
راپورونه وايي چې طالبانو په کابل کښې په یو شمیر ښځو باندې چې د خپلو حقوقو په غوښتنې د ټینګار لپاره راغونډې شوي وي حمله وکړه .
طالبانو د ښځو د تیت پرک کولو لپاره اوښلن ګازونه وشیندل .
پرون هم د کابل یوشمیر میرمنو د خپلو حقوقو د ترلاسه کولو لپاره په واټونو کښې مظاهره کړي وه .
ټیګونه