چین په افغانستان کښې ولسي او پراخ بنسټه حکومت غواړي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i105214-چین_په_افغانستان_کښې_ولسي_او_پراخ_بنسټه_حکومت_غواړي
د چین د خارجه وزارت ویاند په افغانستان کښې د یو ولسي او پراخ بنسټه حکومت د جوړیدو غوښتنه وکړه
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 05, 2021 00:40 Asia/Kabul
  • چین په افغانستان کښې ولسي او پراخ بنسټه حکومت غواړي

د چین د خارجه وزارت ویاند په افغانستان کښې د یو ولسي او پراخ بنسټه حکومت د جوړیدو غوښتنه وکړه

وانګ ون بین په یوه وینا کښې وویل چې د چین حکومت د افغانستان بدلونونه په ځیر سره تعقیبوي او کوم حکومت چې په دغه هیواد کښې جوړ شي باید د افغانانو غوښتنې او د نړیوالې ټولنې هیلې پوره کړي.

هغه هیله وښودله چې په افغانستان کښې ټول لوري وتوانیږي خپل اختلافات د مذاکرې له لارې حل کړي څو قدرت په صلحه ایز توګه انتقال شي.

دا څرګندونې په داسې حال کښې شوې دي چې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر پرون په دې هکله یوه وینا کښې ویلي دي: طالبان د افغانستان د ټولنې له ټولو پرګنو څخه د یو هراړخیز حکومت د جوړولو په تکل کښې دي.