د ایران او د افغانستان مطبوعاتو ته کتنه
دوستانو نن د تهران چاپ کابو ټولي ورځپاڼې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه لیکنې کړي دي چي په سر کې یې د اطلاعات ورځپاڼه را اخلو.
خراسان
د مشهد چاپ دغه ورځپاڼه په خپله لومړي پاڼه کې افغانستان کې د طالبانو تر مینځ د اختلافاتو او دغه هیواد ته د پاکستان د فوځ د استخباراتو د مشر سفر ته په اشارې سره یوه مقاله خبره کړې ده.
مقاله کې راغلې: د طالبانو د شپني مهال تر ډزو او په کابل کې د طالب مشرانو تر مینځ د اختلافاتو په اړه تر راپورونو وروسته د پاکستان د استخباراتو مشر کابل ته راغی تر څو د طالبانو تر مینځ جوړه روغه وکړي.
د مقالې لیکوال نبی شریفي یادو راپورونو ته په اشارې سره لیکي: داسي ښکاري چي په کابل کې د طالب مشرانو تر مینځ د قدرت په شر کشالې او شخړې رامینځ ته شوي دي.
لیکوال زیاتوي: دوې ورځي کیږي چي د نوی حکومت د مشرتوب لپاره د ملا عبدالغنی د ټاکل کېدو په اړه په غیر رسمي توګه راپورونه خپریږي خو د کابینې د ټاکل کېدو چارې لا هم ځنډ سره مخ شوی دی.
مقاله کې راغلې چي دغو مسایلو ته په کتو سره په کابل کې د قدرت په سر د طالبانو د مشر ملاهبت الله د دوو مرستیالانو تر مینځ د قدرت په سر کشالې راوانی دي.
لیکوال زیاتوي چي د دغو شخړو او کشالو یو لوری کې د طالبانو ديپلماټیک څېره او د دې ډلي بنسټګر ملا عبدالغنی برادر دی او بل لوری بیا د حقاني د شبکې مشر او د پاکستان د استخباراتو سره د طالبانو اصلي ږغملوونکی سراج الدین حقانی قرار لري.
وړاندې مقاله کې راغلې چي وروستیو شپو کې به جلال آباد او کابل کې د ډزو ږغونه واورېدل شوه چی طالبانو ادعا کړې چي یادي ډزې د پنجشېر په ولایت کې د عملیاتو د بریالیتوب د امله شوي او د خوشحالی ډزې وې.
لیکوال د مقالې په دوام کې د افغانستان د طلوع نیوز خبري چېنل راپور ته په اشارې سره د طالبانو ادعا ردوي او لیکي چي په یادو ډزو کې ۱۷ تنه وژل شوي او ۴۱ تنه ټپیان شوي دي.
کیهان
د کیهان ورځپاڼه بیا په خپله لومړي پاڼه کې لبنان ته د ایران د تیلو کښتیو رسېدو ته په اشارې سره لیکلي چي اسلامي ایران د مدیترانې په سمندر کې د خپل اقتدار په ښودلو سره امریکا له تحقیر او سپکاوی سره مخامخه کړې ده.
ورځپاڼه لیکي چي نن سبا له ایران څخه د لبنان د تېلو د پېر او دغه هیواد ته د ایران د تېلو د کښتیو د لېږد موضوع په نړیوالو رسنیو کې انعکاس موندلی دي.
ورځپاڼه زیاتوي چي په دې لړ کې په وروستیو دریو ورځو کې درې ایرانې کښتۍ لبنان ته لارل او دغه هیواد ته یې تېل یوړل، دې سره هممهاله څلورمه کښتۍ هم د لبنان په لور د روانېدو لپاره تیارۍ نیسي.
ورځپاڼه لیکي چي د اسلامي ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د لبنان د پارلماني فراکسیون له عیسوی مشر جبران باسیل سره په ټلفوني اړیکه کې ویلي چي د ایران اسلامي جمهوریت تیار دی چي سوونګو په زمینه کې د لبنان اړتیاوې تامین کړي.
هغه په دوام کې یادونه کړې چي په لبنان کې د سوونګو د نه شتون کړکېچ د صهیونیستي رژیم له لوري یوه طرحه شوې دسیسه وه چي د لبنان د حزب الله د سرمنشی په تدبیر سره ښنډه شوه.
جوان
د تهران چاپ دغه ورځپاڼه بیا په خپله لومړي پاڼه کې په ویانا کې د ایران د لوېدیځو هیوادونو تر مینځ د ایټمي مسایلو په اړه د خبرو اترو د بیا پېلېدو غوښتنې ته په اشارې سره لیکي چي نور د پور وخت ختم شوي او اوس د نقدو معاملاتو وخت رارسېدلی دی.
ورځپاڼه لیکي چي اروپایي هیوادونه نور نه شي کولای په تشو وعدو او ژمنو سره له ایران څخه امتیازات واخلي او خپل شرایط په ایران باندې ومني.
ورځپاڼه په دوام کې د ایران د بهرنیو چارو د وزیر خبرو ته اشاره کړې چي یې ویلي موږ د مذاکراتو سره مخالف نه یو، خو دغه مذاکرات باید په عملي بڼه په ایران باندې د امریکې د غیرقانوني بندیزونو د لیري کېدو زمینه برابره کړي.
ورځپاڼه د مطلب په دوام کې لیکي چي د فرانسې، او د جرمني د بهرنیو چارو له وزیرانو سره د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزیر تر خبرو اترو وروسته لا هم په ویانا کې د ایټمي مذاکراتو د بیا پېلېدو هیڅ درک نه لګیږي.
ورځپاڼه زیاتوی چي دغه مساله د یوې خوا څخه د دې ښودنه کوي چي د ایران نوی مذاکراټي ټیم نه دی ګمارل شوی او له بلی خوا د دې ښودنه کوي چي د رئیسی په مشری د ایران نوی حکومت له لويدیځو سره د ایټمي مسایلو په اړوند د مذاکراتو لپاره نوی دریځ غور کړی دی.
اطلاعات
د تهران چاپ دغه ورځپاڼه د خپلو بهرنیو خبرونو په سر کې د صهیونیستي رژیم له لوري د فلسطین یانو عام وژنې ته په اشارې سره لیکي چي ۱۲۰ نړیوالي ادارې د نړۍ له هیوادونو غوښټنه کړې چي په اسرائیلو باندې د وسلو پېر بند کړي او په دغه منحوس رژیم باندې سخت بندیزونه ولګوي.
ورځپاڼه زیاتوي چي له امریکې او له اروپایي هیوادونو څخه ۱۲۰ نړیوالي ادارې په یوه ګډ لیک کې په اسرائیلو باندې د وسلو د پلور د حقوقي پایلې په اړه امریکې او اروپایي هیوادونو ته خبرداری ورکړي دي.
دغه لیک ټینګار شوي چي هر یو هیواد چي په اسرائیلو باندې وسلې خرڅي کړي نو د دغه رژیم له لوري د فلسطیني وګړو د عام وژنې په جنایت کې شریک بلل کیږي.
لیک راغلې چي موږ مدني، رسنیز او بشري ټولګۍ د نړۍ له ټولو هیوادونو غواړو چي په اسرائیلو باندې وسلو د پلور بهیر بند کړي او د فلسطیني وګړو د ټول وژنې په وړاندې له دې رژیم سره سخت چلند وکړي.
کابل مطبوعات
ګرانو اورېدونکو لکه څرنګه چی پوهیږي په کابل کې له یوې مودې څخه چاپې مطبوعات بند شوي او اکثره ورځپاڼې خپل مطالب په انلاین ډول خپروي.
کلید
کلید انلاین خپرونه په خپله ویب پاڼه کې مختلفو خبرونو ته انعکاس ورکړي دي چي مهم مطالب یې له تاسو شریک کړو. دغه انلاین خپرونه د طالبانو د سیاسي مرستیال ملابرادر په حواله لیکي چي په افغانستان کې د ټولشموله حکومت پر جوړېدو جدي کار روان دی.
د خپرونې په وېنا ملابرادر ویلي چي اسلامي امارت به داسې حکومت جوړ کړي چې پر مټ به یې په افغانستان کې خلکو ته د ښه ژوند زمینه برابره او بشپړ امنیت به یې خوندي شي.
خپرونه زیاتوي چي نوموړي دا هم ویلي چې د نوي حکومت په جوړېدو سره به په هېواد کې د سترو اقتصادي پروژو پلي کېدو زمینه هم برابره شي خو ملابرادر دا نه دي ویلي چې د نوي حکومت مشري به څوک کوي.
خپرونه وړاندې د روټرز راپور ته په اشارې سره لیکي چې په افغانستان کې د نوي جوړېدونکي حکومت مسولیت به د ملابرادرۍ پر غاړه وي. او ملا محمد یعقوب او د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال شېر محمد عباس ستانکزی به په نوي حکومت کې لوړې څوکۍ ولري.
مسیر
د کابل چاپ دغه ورځپاڼه بیا د امریکې د جګپوري جنرال مارک میلي خبرو ته په اشارې سره په امریکې نیوکه کړې چي په افغانستان کې په لوی لاس د کورنیو جګړو د رامینځ ته کولو په لټه کې ده.
ورځپاڼه لیکي: د غربي تبلیغاتو په دوام کې مارک ميلي ویلي چي په افغانستان کې د کورنۍ جګړې احتمال نه شم ردولی.
مطلب کې راغلې: غربي رسنیو او چارواکو د تبلیغاتو په دوام یو ځل بیا د امریکایي پوځ د مرکزي قومندانۍ قومندان مارک ميلي په یوه مرکه کې ویلي چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د پیاوړتیا او همدا راز د کورنۍ جګړې احتمال نه شي ردولی.
د ورخپاڼې په وېنا هغه زیاته کړې ددې احتمال شته چې ترهګرې ډلې له فرصت په استفادې په افغانستان کې خپل فعالیتونه پيل کړي او په ورانکاره چارو لاس پورې کړي.
د ورځپاڼې په وېنا دغه امریکايي چارواکی داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې ګڼو امریکايي رسنیو په افغانستان کې د کورنۍ جګړې په تړاو تبلیغات پيل کړي دي او هڅه کوي عامه ذهنیت د جګړو منلو ته تیار کړي.
بلخوا طالب چارواکي بیا وایي چې دوی په افغانستان کې د یوه دایمي ثبات او امنیت لپاره کار کوي او د کورنیو جګړو د پيلولو لپاره د بهرنیانو دسیسې شنډوي.