د نوي حکومت پر تشکیل بحثونه پایته رسېدلي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i105282-د_نوي_حکومت_پر_تشکیل_بحثونه_پایته_رسېدلي
د طالبانو په افغانستان کې د نوي حکومت جوړېدو په اړه وویل چې د راتلونکې حکومت پر تشکیل بحثونه پایته رسېدلي او ډېر ژر به تر تخنیکي مسایلو وروسته نوی حکومت اعلان شي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 06, 2021 09:37 Asia/Kabul
  • د نوي حکومت پر تشکیل بحثونه پایته رسېدلي

د طالبانو په افغانستان کې د نوي حکومت جوړېدو په اړه وویل چې د راتلونکې حکومت پر تشکیل بحثونه پایته رسېدلي او ډېر ژر به تر تخنیکي مسایلو وروسته نوی حکومت اعلان شي.

د طالبانو ویاند ونه ویل چې د نوي حکومت تشکیل به څه ډول وي، خو زیاته یې کړه چې د اوس لپاره د سرپرست حکومت جوړښت په پام کې نیول شوی دی.

نوموړي هغه اوازې رد کړې چې ګواکي د نوي حکومت پر تشکیل د طالبانو د مشرانو تر منځ اختلافات رامنځته شوي دي.

مجاهد په راتلونکي حکومت کې د مېرمنو د ونډې په تړاو هم څرګندونې وکړې او ویې ویل چې د اسلام په چوکاټ کې د ټولو مېرمنو حقونو ته ژمن دی او هغوی ته به د کار زمینه برابره شي.

د طالبانو ویاند همدارنګه د ملي سوداګرو له لوري په هېواد کې پر پانګوونې ټینګار وکړ او له بهرنیو هېوادونو یې وغوښتل چې له افغانستان سره بشري او په نورو برخو کې مرستو ته دوام ورکړي.