طالبانو د جرمني صدر اعظمې ته د سفر بلنه ورکړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i105328-طالبانو_د_جرمني_صدر_اعظمې_ته_د_سفر_بلنه_ورکړه
اوا خبري اژانس وايي د طالبانو ویاند د جرمني صدراعظمې انګلا مرکل ته افغانستان ته د ورتلو بلنه ورکړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 07, 2021 07:44 Asia/Kabul
  • طالبانو د جرمني صدر اعظمې ته د سفر بلنه ورکړه

اوا خبري اژانس وايي د طالبانو ویاند د جرمني صدراعظمې انګلا مرکل ته افغانستان ته د ورتلو بلنه ورکړه .

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د جرمني له بیلډ ورځپاڼې سره په مرکه کښې وویل جرمني له افغانستان سره ښې تاریخي اړیکې لري او مونږ له برلین سره د قوي او رسمي ډیپلوماټیکو اړیکو او د دغه هیواد د انساني مرستو او د مالي ملاتړ غوښتونکي یوو .

ذبیح الله مجاهد وویل مونږ غواړو د جرمني حکومت د طالبانو له حکومت سره تر ټولو ښې ممکنه اړیکې ولري غواړو له هغوې مالي  او انساني مرستې ترلاسه کړو او په ټولو زمینو کښې د ملګرتیا کتونکي ووسو .

ذبیح الله مجاهد دغه راز په تیرې یکشنبې ورځ هم د جرمني له «ولټ ایم زونتاګ »اونیزې سره په مرکه کښې ویلي وو مونږ له جرمني سره رسمي او قدرتمنو ډیپلوماټیکو اړیکو ته ګروهنه لرو .