طالبانو د جرمني صدر اعظمې ته د سفر بلنه ورکړه
Sep 07, 2021 07:44 Asia/Kabul
اوا خبري اژانس وايي د طالبانو ویاند د جرمني صدراعظمې انګلا مرکل ته افغانستان ته د ورتلو بلنه ورکړه .
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د جرمني له بیلډ ورځپاڼې سره په مرکه کښې وویل جرمني له افغانستان سره ښې تاریخي اړیکې لري او مونږ له برلین سره د قوي او رسمي ډیپلوماټیکو اړیکو او د دغه هیواد د انساني مرستو او د مالي ملاتړ غوښتونکي یوو .
ذبیح الله مجاهد وویل مونږ غواړو د جرمني حکومت د طالبانو له حکومت سره تر ټولو ښې ممکنه اړیکې ولري غواړو له هغوې مالي او انساني مرستې ترلاسه کړو او په ټولو زمینو کښې د ملګرتیا کتونکي ووسو .
ذبیح الله مجاهد دغه راز په تیرې یکشنبې ورځ هم د جرمني له «ولټ ایم زونتاګ »اونیزې سره په مرکه کښې ویلي وو مونږ له جرمني سره رسمي او قدرتمنو ډیپلوماټیکو اړیکو ته ګروهنه لرو .
ټیګونه