په پنجشیر ولایت کښې اوس هم جنګونه روان دي
ایسنا خبري اژانس وايي په پنجشیر ولایت کښې د طالبانو او د وسله والو مخالفینو ترمینځ جنګ هماغه راز دوام لري .
د طالبانو د مخالفانو جبهې ته نږدې سرچینو وویل له بیګا شپې څخه زمونږ په مورچلو باندې د ناپیژاندو بې پایلوټه الوتکو حملې وشوې او په همدې وجه مونږ غرنیو سیمو ته شاتګ کولو او ورتلو ته مجبوره شو .
دغه راپور وايي چې له پرون راهسې په پنجشیر ولایت کښې جنګونه زیات شوي او د بغلان ولایت په اندراب ولسوالۍ کښې هم نښتې روانې دي .
عیني کتونکو وویل په پنجشیر دره کښې د کړکیچ حالت او د طالبانو لخوا د پرله پسې ډزو له کبله اکثره ځايي وسیدونکو خپل کورونه پریښودلي دي او غرنیو سیمو ته تللي دي .
دا په داسې حال کښې دي چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پرون ویلي وو پنجشیر ولایت په کامل ډول د طالبانو لاس ته ورغلی او په هیواد کښې جنګ پاې ته رسیدلی دی .
له دې سره په یووخت د طالبانو د مخالفانو د جبهې یوه (۱) استازي علي میثم نظري ډاګینه کړه مقاومت غورځنګ د چریکي جنګ د تاکتیک د غوره کولو په حال کښې دی .
احمد مسعود هم وویل د طالبانو پرضد مقاومت دوام لري او د افغانستان له ټولو ښاریزو یې وغوښتل له ملي پاڅون سره یوځای شي .