طالبانو له افغانستانه د خلکو په وتلو بندیز ولګاوه
ایرنا خبري اژانس وايي د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل په افغانستان کښې د نوي حکومت تر اعلانیدا پورې هیڅ چا ته له هیواده د وتلو اجازه نه نه ورکوي .
ذبیح الله مجاهد نن رسنیو ته وویل د افغانستان د نوي حکومت له جوړیدا او د کورنیو او د خارجه چارو د وزیرانو له ټاکل کیدا وروسته هرڅوک چې قانوني مدرکونه ولري له هیواده بهر ته تللی شي .
له دې مخکې د امریکا سرچینو ویلي وو څلور(۴) الوتکې چې امریکایان او دهغوې ملګري پکښې ناست دي د افغانستان په شمال کښې په مولانا جلال الدین بلخي په هوايي ډګر کښې الوت کولو ته چمتو دي خو طالبانو یې د تلو مخه نیولي ده .
که څه هم معلومه نه ده چې د طالبانو د نوي حکومت جوړیدل چې ټاکل شوي وه په تیرې جمعې ورځې اعلان شي په څه دلیل ځنډول شوي دي خو ځینې ګونګوسې د طالبانو ترمینځ داخلي اختلافات ، په پنجشیر ولایت کښې د احمد معسود د ځواکونو او د طالبانو ترمینځ د جنګ دوام د طالبانو د نوي حکمت په اعلانولو کښې د ځنډ علت ګڼي .