د احمد شاه مسعود ورور:
پنجشیر ولایت سقوط نه دی کړی
د افغانستان د ارواښاد ملي اتل احمد شاه مسعود ورور د طالب وسله والو په لاس د پنجشیر ولایت د بشپړ سقوط خبر رد کړ.
د افغانستان د ارواښاد ملي اتل احمد شاه مسعود ورور د طالب وسله والو په لاس د پنجشیر ولایت د بشپړ سقوط خبر رد کړ.
احمد ولي مسعود نن وویل: طالبانو د افغانستان په شمال ختیخ کښې د پنجشیر ولایت ټولې سیمې نه دي نیولې او مونږ جنګ ته بیخي تیار یو.
احمد ولي مسعود چې په جنیوا کښې د افغانستان د نمایندګۍ په دفتر کښې یوې غونډې کښې یې وینا کوله، زیاته کړه: د احمد شاه مسعود د زوي احمد مسعود په مشرۍ د طالبانو مخالفان تراوسه دغې ډلې ته نه دي تسلیم شوي او مقابله یې جاري ساتلې ده.
د ویلو ده چې طالبانو پرون اعلان کړی و چې دغې ډلې پنجشیر ولایت نیولی دی خو د احمد مسعود پلویانو یې دغه ادعا دروغ بللې ده.
په پنجشیر کښې د احمد مسعود په قومندانۍ د طالبانو مخالفانو هم داشان نن په افغانستان کښې د طالبانو له خوا اعلان شوی حکومت غیرقانوني وباله.