د افغانستان شخصیتونه د طالبانو په کابینې نیوکه کوي
Sep 09, 2021 00:25 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي په افغانستان کښې د طالبانو د موقته حکومت د غړیو معرفي کیدل د هیواد د سیاسي شخصیتونو او د خلکو له غبرګونو سره یوځاې شوي دي .
د افغانستان ځینې سیاسي شخصیتونه او د ګوندونو مشران د طالبانو ډلې موقته حکومت تخصص لرونکی او پراخ بنسټه نه ګڼي .
په عین حال کښې د طالبانو لخوا د افغانستان د نوي حکومت له معرفي کیدا وروسته د دغه حکومت د وزارتونو یوشمیر سرپرستانو له پرون څخه خپل فعالیتونه پیل کړل .
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل په افغانستان کښې د دغه ډلې لخوا اعلان شوی حکومت انتقالي دی او هغه دائمي نه دی .
ټیګونه