له افغانستانه د څو امریکايانو د وتنې اجازه صادره شوه
Sep 09, 2021 07:13 Asia/Kabul
طالبانو د څو امریکايي ښاریزو د انتقال په هکله له واشنګټن سره موافقه تایید کړه
طالبانو د څو امریکايي ښاریزو د انتقال په هکله له واشنګټن سره موافقه تایید کړه
په طالب ډله کښې یوې باخبر سرچینې وویل: اجازه مو ورکړه چې ۲۰۰ تنه نور امریکايي ښاریز او غیرپوځیان په یوې چارټرډ الوتکه کښې د کابل له هوايي ډګر څخه منتقل کړی شي.
دغې سرچینې زیاته کړه: امریکایان او هم داشان د اروپايي پاسپورټونو لرونکي به نن ماسپښین د کابل له هوايي ډګره روان شي.
له دې مخکښې یو امریکايي چارواکي هم د نوم نه ښودلو په شرط د دغو دوو سوو کسانو د وتنې لپاره له طالبانو څخه د اجازې د ترلاسه کولو خبر اعلان کړی و.
ټیګونه