طالبانو په افغانستان کښې د وژلو د بندولو ژمنه وکړه
Sep 09, 2021 07:25 Asia/Kabul
د افغانستان موقته وزیراعظم په دغه هیواد کښې د وینه بهیدنې د پړاؤ د ختمیدو ژمنه وکړه
د افغانستان موقته وزیراعظم په دغه هیواد کښې د وینه بهیدنې د پړاؤ د ختمیدو ژمنه وکړه
ملامحمد حسن اخوند الجزیره چینل ته په یوه مرکه کښې وویل: اسلامي امارت (د طالبانو حکومت) یوځل بیا افغانستان ته راستون شوی دی او د افغانستان او نړۍ د امنیت د تامینولو کوشش به وکړي.
هغه زیاته کړه چې طالبان د افغانستان د ولس په وړاندې یو ستر مسئولیت او ازمیښت لري. مونږ د تاریخ په دې پړاؤ کښې ډیر تاوانونه وزغمل خو په افغانستان کښې د وینې توییدنې دوران پاې ته رسیدلی دی.
ملا محمد حسن اخوند د افغانستان د تیرو چارواکو د امنیت د ضمانت ورکولو په ترڅ کښې هیواد ته د دغو شخصیتونو د ورستنیدو غوښتنه وکړه.
ټیګونه