طالبانو په افغانستان کښې د وژلو د بندولو ژمنه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i105418-طالبانو_په_افغانستان_کښې_د_وژلو_د_بندولو_ژمنه_وکړه
د افغانستان موقته وزیراعظم په دغه هیواد کښې د وینه بهیدنې د پړاؤ د ختمیدو ژمنه وکړه
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Sep 09, 2021 07:25 Asia/Kabul
  • طالبانو په افغانستان کښې د وژلو د بندولو ژمنه وکړه

د افغانستان موقته وزیراعظم په دغه هیواد کښې د وینه بهیدنې د پړاؤ د ختمیدو ژمنه وکړه

د افغانستان موقته وزیراعظم په دغه هیواد کښې د وینه بهیدنې د پړاؤ د ختمیدو ژمنه وکړه

ملامحمد حسن اخوند الجزیره چینل ته په یوه مرکه کښې وویل: اسلامي امارت (د طالبانو حکومت) یوځل بیا افغانستان ته راستون شوی دی او د افغانستان او نړۍ د امنیت د تامینولو کوشش به وکړي.

هغه زیاته کړه چې طالبان د افغانستان د ولس په وړاندې یو ستر مسئولیت او ازمیښت لري. مونږ د تاریخ په دې پړاؤ کښې ډیر تاوانونه وزغمل خو په افغانستان کښې د وینې توییدنې دوران پاې ته رسیدلی دی.

ملا محمد حسن اخوند د افغانستان د تیرو چارواکو د امنیت د ضمانت ورکولو په ترڅ کښې هیواد ته د دغو شخصیتونو د ورستنیدو غوښتنه وکړه.