د طالبانو مشر د افغانستان له خلکو د ملګرتیا غوښتونکی شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i105420-د_طالبانو_مشر_د_افغانستان_له_خلکو_د_ملګرتیا_غوښتونکی_شو
د طالب ډلې مشر د افغانستان له موقته حکومت څخه د ملاتړ لپاره د دغه هیواد د خلکو ملاتړ وغوښته
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 09, 2021 07:46 Asia/Kabul
  • د طالبانو مشر د افغانستان له خلکو د ملګرتیا غوښتونکی شو

د طالب ډلې مشر د افغانستان له موقته حکومت څخه د ملاتړ لپاره د دغه هیواد د خلکو ملاتړ وغوښته

د طالب ډلې مشر د افغانستان له موقته حکومت څخه د ملاتړ لپاره د دغه هیواد د خلکو ملاتړ وغوښته

ملا هیبت ا... اخوندزاده د نوي حکومت د کابینې د غړو د نوملړ له اعلانولو وروسته وویل: افغانستان د ولس ګډ کور دی او د هیواد د جوړولو لپاره ولس باید د طالبانو له لنډمهاله حکومت څخه ملاتړ وکړي.

اخوندزاده د طالبانو په کابینه کښې د افغانستان د خلکو د حقیقي استازو شتون نه لرلو ته له اشارې پرته زیاته کړه: د موقته حکومت کار به ډیر زر پیل شي او دا حکومت به د اسلامي او شرعي احکامو د اجرا او د ملي ګټو، امنیت او سوکالتیا د تامینولو لپاره په ښه توګه کار وکړي.

د طالبانو مشر شریعت د نوي حکومت چورلیز وباله او زیاته یې کړه: طالبان د یو سوکاله او کراره افغانستان غوښتونکي دي.

خو د افغانستان د نوي حکومت مخالفان د ټولو وزارتخانو په سر کښې د جګ پوړو طالبانو شتون د دغې ډلې د انحصار پالنې نښه ګڼي.

پرون د طالبانو د حکومت د غړو د نوملړ له خپریدو وروسته معترضانو د کابل په شمول د افغانستان په مختلفو ښارونو کښې مظاهرې وکړې. د مظاهره چیانو له نظره د نوې کابینې جوړښت د ټول شموله حکومت د جوړولو په هکله د طالبانو د ژمنې اپوټه دی.