د افغانستان په پلازمینه کښې امنیتي تابیاوې سختې کړې شوې
د افغانستان د ملي اتل احمد شاه مسعود د شهادت له کلیزې سره هممهاله طالبانو په کابل کښې سختې امنیتي تابیاوې غوره کړې دي
د افغانستان د ملي اتل احمد شاه مسعود د شهادت له کلیزې سره هممهاله طالبانو په کابل کښې سختې امنیتي تابیاوې غوره کړې دي
طالبانو په کابل کښې د خپلو امنیتي ځواکونو شمیر زیات کړی دی. امنیتي ماموران په کابل کښې د خلکو په تیره بیا د موټرسایکل چلونکو تلاشۍ اخلي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم په دې وروستیو کښې په هیواد کښې د هر ډول مظاهرو په ترسره کولو بندیز لګولی دی.
په شیرِ پنجشیر مشهور احمد شاه مسعود پخوا د افغانستان دفاع وزیر و چې په ۲۰۰۱ کال کښې یې د دغه هیواد په شمال کښې د طالبانو د مخالفو ځواکونو قومنداني کوله. احمد شاه مسعود په امریکا کښې د ستمبر د یوولسمې له پیښې دوه ورځې مخکښې په تخار ولایت کښې په القاعدې پورې د اړوندو کسانو په ځانمرګي برید کښې شهید شوی و.
نن سبا د احمد شاه مسعود زوې احمد مسعود د طالبانو د مخالفو ځواکونو قومنداني په غاړه لري او په پنجشیر ولایت کښې له دغې ډلې سره جنګیږي.