په افغانستان کښې بې وزلۍ ډیره زیاته شوي ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i105464-په_افغانستان_کښې_بې_وزلۍ_ډیره_زیاته_شوي_ده
زمونږ خبریال وايي ملګروملتونو په یوه (۱)خبرداري کښې وویل د افغانستان له خلکو سره د نړیوالې ټولنې د مرستې د نه کولو په بڼه کښې د دغه هیواد اوه نوي (۹۷) فیصده خلک بې وزله کیږي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 10, 2021 07:51 Asia/Kabul
  • په افغانستان کښې بې وزلۍ ډیره زیاته شوي ده

زمونږ خبریال وايي ملګروملتونو په یوه (۱)خبرداري کښې وویل د افغانستان له خلکو سره د نړیوالې ټولنې د مرستې د نه کولو په بڼه کښې د دغه هیواد اوه نوي (۹۷) فیصده خلک بې وزله کیږي .

ملګروملتونو په تر ټولو نوي راپور کښې وویل که چیرې په افغانستان کښې له سیاسي او اقتصادي کړکیچونو سره د مقابلې لپاره مرستې ونشي د دغه هیواد اوه نوي (۹۷) فیصده خلک له بې وزلۍ سره مخامخ کیږي .

څه موده مخکې  د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیال ویلي وو  همدا اوس د افغانستان په نهه دیرش (۳۹) میلیونه نفوسو کښې نیمايي خلک په بې وزلۍ کښې ژوند کوي .

ملګروملتونو اټکل کړی دی چې د افغانستان له بې وزله او اړمنو خلکو سره د مرستې لپاره  کابو شپږ سوه شپیته (۶۶۰) ملییونه ډالرو ته ضرورت شته .

د امریکا په شل(۲۰) کاله نیواکګرۍ کښې د افغانستان اقتصادي بیخ بنایانې تباه شوي دي  او همدا اوس له دغه هیواده د لویدیځو هیوادونو او د امریکا په غیر مسولانه ډول وتلو سره د افغانستان خلک هماغه راز په اقتصادي بې وزلۍ کښې ژوند کوي .