طالبان د کابینې د لوړې د مراسمو پروګرام نلري
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i105478-طالبان_د_کابینې_د_لوړې_د_مراسمو_پروګرام_نلري
زمونږ خبریال راپور راکړی د طالبانو د کلتوري کمیسیون یوه (۱) غړي انعام الله سمنګاني ویلي دي د سپتمبر د میاشتې له یولسمې(۱۱) نیټې سره همهاله د طالبانو د کابینې د غړیو د لوړې د مراسمو د ترسره کولو هیڅ پروګرام نشته .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 10, 2021 10:21 Asia/Kabul
  • طالبان د کابینې د لوړې د مراسمو پروګرام نلري

زمونږ خبریال راپور راکړی د طالبانو د کلتوري کمیسیون یوه (۱) غړي انعام الله سمنګاني ویلي دي د سپتمبر د میاشتې له یولسمې(۱۱) نیټې سره همهاله د طالبانو د کابینې د غړیو د لوړې د مراسمو د ترسره کولو هیڅ پروګرام نشته .

هغه نن وویل د سپتمبر د میاشتې له یولسمې (۱۱) نیټې سره هممهاله د طالبانو د کابینې د غړیو د لوړې د دستورو د ترسره کیدا په هکله ځینې اوازې خپرې شوي کومې چې بې اساسه دي او واقعیت نلري .

سمنګاني وویل د افغانستان د نوي کابینې د لوړې دستورې ټاکل شوي وې چې څو ورځې مخکې وشي خو هغه لغو شوې او همدا اوس د کابینې غړیو خپل کار پیل کړی دی .

طالبانو درې(۳) ورځې مخکې خپله کابینه اعلان کړه خو ټینګار یې کړی چې منصوب شوي کسان به د افغانستان د وزارتونو د سرپرستانو په توګه فعالیت وکړي او دغه کابینه موقته ده .

بل خبر دا چې طالبانو د افغانستان د پخواني ولسمشر اشرف غني د لومړي مرستیال امر الله صالح کور په کنټرول کښې اخیستی دی .