د افغانستان میرمنو د طالبانو په ملاتړ کښې مظاهرې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i105482-د_افغانستان_میرمنو_د_طالبانو_په_ملاتړ_کښې_مظاهرې_وکړې
ایران پریس خبري اژانس وايي د افغانستان په سلګونو ښځو په قندوز کښې په راغونډیدا سره د طالبانو د ملاتړ کولو په ترڅ کښې په اسلامي حجاب ټینګار وکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 10, 2021 11:07 Asia/Kabul
  • د افغانستان میرمنو د طالبانو په ملاتړ کښې مظاهرې وکړې

ایران پریس خبري اژانس وايي د افغانستان په سلګونو ښځو په قندوز کښې په راغونډیدا سره د طالبانو د ملاتړ کولو په ترڅ کښې په اسلامي حجاب ټینګار وکړ .

د قندوز میرمنو په دغو مظاهرو کښې  «مونږ غواړو زمونږ خویندې په اسلامي ستر سره ژوند وکړي» شعارونه ورکول .

د افغانستان د قندوز میرمنو دغه راز وویل مونږ ډیموکراسۍ نه اسلامي نظام غواړو مونږ اسلام دین غواړو او مړه دې هغه کسان چې زمونږ خویندې یې بې حجابه کړې .

له دې مخکې هم د افغانستان میرمنو په کابل کښې په غونډې جوړولو سره د پخواني ولسمشر اشرف غني د محاکمه کولو او د طالبانو په حکومت کښې په ټولو ډګرونو کښې د میرمنو د حقوقو د رعایتولو غوښتنه کړي وه .

طالبانو هم مخکې ویلي وو د افغانستان ښځې به د دې جوګه وي چې د اسلام د شرع په چوکاټ کښې فعالیت او زده کړې ته دوام ورکړي .