ایران د افغانستان د ملت د ارادې په تحقق پسې دې
عباس زاده مشکینی همداراز وویل دا چی له افغانستانه بهر لوبغاړی کوم دریځ لری باید وجاجول شی .
د ایران د اسلامی شورا د بهرنی سیاست او ملی امنیت کمیشن ویندوی محمود عباس زاده مشکینی له فارس خبری اژانس سره په خبرو کې وویل د ایران اسلامی جمهوریت مرسته کوی چی په افغانستان کې د دغه هیواد د خلکواو ملت اراده تحقق ومومی .
ده زیاته کړه له افغانستان سره اړونده مسایل په ځیرتیا سره څارو .
عباس زاده مشکینی همداراز وویل دا چی له افغانستانه بهر لوبغاړی کوم دریځ لری باید وجاجول شی .
د ایران د بهرنی سیاست او ملی امنیت کمیشن ویندوی جوته کړه په افغانستان کې ډلې ، قومونه او خواوې په یوه بشپړه ازاد او له کوم بهرنی او داخلی دباو پرته د خپل برخلیک په اړه فیصله وکړی او دا د اسلامی ایران سټراټیجۍ ده او په دې لاره کی له هیڅ مرستې ډډه نه کوی .