د افغانستان خلک د طالبانو اعلان کړې کابینه نه مني
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i105538-د_افغانستان_خلک_د_طالبانو_اعلان_کړې_کابینه_نه_مني
د مزار شریف د جمعې د لمانځه خطیب وویل چې د طالبانو د لنډمهاله حکومت کابینه د افغانستان خلکو ته د منلو وړ نه ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 12, 2021 01:23 Asia/Kabul
  • د افغانستان خلک د طالبانو اعلان کړې کابینه نه مني

د مزار شریف د جمعې د لمانځه خطیب وویل چې د طالبانو د لنډمهاله حکومت کابینه د افغانستان خلکو ته د منلو وړ نه ده.

د مزار شریف د جمعې د لمانځه خطیب وویل چې د طالبانو د لنډمهاله حکومت کابینه د افغانستان خلکو ته د منلو وړ نه ده.

د آوا خبري آژانس په لیکنه، د بلخ ولایت د شیعه علماؤ د شورا مرستیال او د مزار شریف ښار په سجادیه سیمه کښې د بلال مسجد امامِ جمعه سید سجاد عالمي د جمعې د لمانځه په خطبو کښې ویلي دي چې طالبانو د ټول شموله حکومت د جوړولو ژمنه کړې وه او که له تبعیضه کار واخلي نو پوه دې شي چې هر حکومت چې په خلکو کښې مضبوطې ستنې ونه لري هغه ډیر وخت نه شي پاتې کیدې.

ښاغلي عالمي زیاته کړه: د افغانستان خلک اوس باید له تیر وخته عبرت واخلي او په راپیښو شویو حالاتو کښې خپل یووالی وساتي.