په افغانستان کې دې زرترزره ټول شموله حکومت جوړ شي
حامد کرزي په دغې ناستې کې د ګډون کونکو د خبرو په تائيد سره دافغانستان په امنیت او ثبات ټینګار کړی او ټول شموله حکومت ئې ددغه هیواد د ولس د درستې څيرې نندارې ته وړاندې کول وبلل
ایسنا خبری آژانس راپور راکړ،د افغانستان پخواني ولسمشرحامد کرزي نن په کابل کې د دغه هیواد دمرکزي ولایتونو له لسګونو مشرانو،عالمانو او ځوانانو سره په کتنې کې ددغه هیواد دوروستیو بدلونونو په باب کتنه او خبرې وکړې .
راپور ښئ د حامدکرزي د دفتر مطبوعاتي برخې د یوې اعلامیې په خپرولو سره وظیلی دي ، په دغې کتنې کې دینی عالمانو او مشرانو په دغه هیواد کې د سولې ،ثبات او آرامښت په ټینګیدا ټينګار کړی دی . حامد کرزي په دغې ناستې کې د ګډون کونکو د خبرو په تائيد سره دافغانستان په امنیت او ثبات ټینګار کړی او ټول شموله حکومت ئې ددغه هیواد د ولس د درستې څيرې نندارې ته وړاندې کول وبلل
د افغانستان د مرکزي ولایتونو سپين روبو او دیني عالمانوهمدارازهیله ښودلې چې د طالبانوسرپرسته کابینه دې زرترزره په یوې ټول شموله کابینې بدله شي،څو د افغانستان درست ولس خپل ځان پکې مشاهده کړي.
دا په داسې حال کې دي چې طالبانو یوه ویندوي محمد نعیم وردک وئیلي دي ،ممکنه ده دطالبانو دغه کابینه تر یوې یا یوې نیمې میاشتې پورې وي او بیا به ټولشموله کابینه جوړه شي .