د بادغیس پوهنتونونه خلاص شول خو محصلین نشته
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i105622-د_بادغیس_پوهنتونونه_خلاص_شول_خو_محصلین_نشته
د افغانستان په بادغیس کښې د خصوصي یا پرائیوټ پوهنتونونو له پرانستل کیدو سره سره کلاسونه له محصلینو خالي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 14, 2021 00:26 Asia/Kabul
  • د بادغیس پوهنتونونه خلاص شول خو محصلین نشته

د افغانستان په بادغیس کښې د خصوصي یا پرائیوټ پوهنتونونو له پرانستل کیدو سره سره کلاسونه له محصلینو خالي دي.

د افغانستان په بادغیس کښې د خصوصي یا پرائیوټ پوهنتونونو له پرانستل کیدو سره سره کلاسونه له محصلینو خالي دي.

په سیمه کښې یوې خبر سرچینې خبر ورکړی، سره له دې چې طالبانو په بادغیس کښې د پوهتونونو د فعالیت د پيلولو اجازه ورکړې ده خو له هیواده د ځینو استادانو او محصلینو د وتنې او یا یې پوهنتون ته له ورتګه ډډه کول سبب شول چې کلاسونه ونه لګي.

دغې سرچینې د طالبانو له خوا د پوهنتونونو لپاره د نویو قوانینو وضع کول د کلاسونو د خالي پاتې کیدو لامل وبلل.

هغه د اوږدې مودې لپاره د پوهنتونونو د چُټي کیدو خطر ته په اشارې سره، په نزدې راتلونکي کښې د دې وضعیت د څیړل کیدو خبر ورکړ.

دا په داسې حال کښې دي چې د افغانستان د اسلامي امارت د لوړو زده کړو د وزارت سرپرست عبدالباقي حقاني په خپلو وروستیو څرګندونو کښې د نجونو لپاره د پوهنتوني زده کړو د دوام حق ومنه خو له شریعت سره سمون نه خوړونکي تعلیمي پروګرامونه یې ختم اعلان کړل.

دغه طالب چارواکي په پوهنتونونو کښې د ښځو د حجاب او پردې ضرورت ته په اشارې سره، د میرمنو او سړیو په ګډو کلاسونو بندیز لګولی دی.