امریکا د افغانستان د بې ثباتۍ عامل ده
ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان وویل امریکا د افغانستان د بې ثباتۍ او د ناامنۍ ستره عامله ده .
حسین امیر عبداللهیان پرون د ملګروملتونو د سرمنشي انټونیو ګوټریش په مشرۍ په افغانستان کښې د بشر دوستانه حالت په نوم اینټرنیټي غونډې کښې ګډون وکړ او وینا یې هم وکړه .
د ایران د باندنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان وویل مونږ ټول نن سبا په افغانستان کښې له نویو شرایطو او چیلنج سره مخ یو او باوري یوو په افغانستان کښې د ګډو وډو شرایطو او بې ثباتۍ او د ناامنۍ د حالت مهمه برخه په دغه هیواد کښې د امریکا غلطیانو ته ورګرځي .
هغه په دې خبرې باندې ټینګار سره چې امریکا د افغانستان د نیواک په کلونو کښې او همدا اوس له دغه هیواده د وتلو د څرنګوالي په وخت داسې غمیزې رامینځته کړې چې د نړۍ خلکو په تیرو څو اونیو کښې د کابل په هوايي ډګر کښې د هغو صحنې ولیدلې .
د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان د افغانستان په هکله د ملګروملتونو د غونډې پیغام په سیاسي او انساني اړخونو کښې وباله او زیاته یې کړه په سیاسي سویه دغه پیغام باید افغانستان ته صادر کړو چې پراختیا موندلی ، باثباته او امنه افغانستان یوازې د پراخ بنسټه حکومت چې ټولې ډلې پکښې ګډون ولري د جوړیدا په سیوري کښې رامینځته شي .
هغه افغانستان ته د بیلابیلو هیوادونو د انسانه دوستانه مرستو د استولو د اسانتیا د برابرولو لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت د چمتووالي په اعلانولو سره وویل ایران د افغانستان د کډوالو او پناه غوښتونکو د نوي څپې د راتلو له مخینوي سره د مرستې لپاره خپل ټول سرحدونه خلاص پریښودلي دي چې د افغانستان داخل ته د انسان دوستانه مرستو په استولو سربیره وکولای شو ځايي تجارتونه ، ګډې بازارچې ، او سرحدي تجارتي لارې خلاصې وساتو .
د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان په دې خبرې د نیوکې په ترڅ کښې چې نړیوالې ټولنې د افغانستان د کډوالو په حالت باندې غور کښې په خپلو ژمنو عمل نه دی کړی د انسان دوستانه سمدستي مرستو د تامین او دغه راز د دغه هیواد له خلکو سره په مرستې او په افغانستان کښې د پراخ بنسټه حکومت په جوړولو ټینګار وکړ .
حسین امیر عبداللهیان دغه راز په افغانستان کښې له ټولو لورو سره د ایران په ارتباط باندې ټینګار سره وویل مونږ په افغانستان کښې داسې سیاست تعقیبوو چې د پراخ بنسټه حکومت په جوړیدا سربیره له ترهګرۍ او نشه ییزو موادو د پاک افغانستان کتونکي ووسو او د افغانستان خلک په خپله وکولای شي د خپل هیواد د برخلیک د راتلونکي په هکله فیصله وکړي .