په افغانستان کښې د دولتي کارمندانو د معاشونو ورکړې پروسه بشپړه شوه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i105748-په_افغانستان_کښې_د_دولتي_کارمندانو_د_معاشونو_ورکړې_پروسه_بشپړه_شوه
د افغانستان د مالیې وزارت خبر ورکوي چې په وروستیو ورځو کې یې د ځینو دولتي کارمندانو د معاشونو ورکړې پروسه بشپړه کړې او د نورو ادارو د معاشونو پر ورکړې جدي کار روان دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 17, 2021 02:49 Asia/Kabul
  • په افغانستان کښې د دولتي کارمندانو د معاشونو ورکړې پروسه بشپړه شوه

د افغانستان د مالیې وزارت خبر ورکوي چې په وروستیو ورځو کې یې د ځینو دولتي کارمندانو د معاشونو ورکړې پروسه بشپړه کړې او د نورو ادارو د معاشونو پر ورکړې جدي کار روان دی.

له دغه وزارت څخه پرون په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د دولتي کارمندانو د معاشونو په ورکړه کې چې کوم ځنډ رامنځته شوی و، اوسمهال له منځه وړل شوی او په خبره یې، ژر تر ژره به د ټولو دولتي کارمندانو معاشونه ورکړل شي.

په خبرپاڼه کې له ټولو دولتي کارمندانو څخه غوښتنه شوې چې خپلو دندو ته دوام ورکړي او معاشونه به یې ژر تر ژره ورکړل شي.

مالیې وزارت پر داسې مهال دا خبره کوي چې تر دې وړاندې دولتي کارمندانو د معاشونو د نه ورکړې او اقتصادي ستونزو له امله شکایتونه کړي وو.