د امريکې لخوا د افغانستان د پانګونو تړل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i105768-د_امريکې_لخوا_د_افغانستان_د_پانګونو_تړل
د امريکې لخوا د افغانستان د نهه ميليارډ او پينځه سوه ميلين ډالرو د تړل کېدو په وجه په دغه هېواد کښې د لازمي نغدو پېسو د نيشتوالي مشکلاتو د افغانستان د خلقو په معيشتي حالت او تجارتي فعاليتونو تاثير کړے دے.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Sep 18, 2021 06:27 Asia/Kabul
  • د امريکې لخوا د افغانستان د پانګونو تړل

د امريکې لخوا د افغانستان د نهه ميليارډ او پينځه سوه ميلين ډالرو د تړل کېدو په وجه په دغه هېواد کښې د لازمي نغدو پېسو د نيشتوالي مشکلاتو د افغانستان د خلقو په معيشتي حالت او تجارتي فعاليتونو تاثير کړے دے.

د روئيټر د پروني رپوټ له مخې که څه د افغانستان مرکزي بېنک خپل فعاليت شروع کړے دے، خو زياتره بېنکونه هم هغه شان تړل شوي دي او د امريکې لخوا د افغانستان د تړل شويو پېسو اندازه د  دغه هېواد د ناخالص توليد تقريباً دريمه برخه تشکيلوي.

له دې مخکې د چين او ازبکستان په شان د ځينو هېوادونو مشرانو د شانګهائي د ملګرتيا د تنظيم په  غونډه کښې په بهرنيو هېوادونو کښې د افغانستان د پانګونو د ازادېدو غوښتنه وکړه.