په هیوادونو کښې د افغانستان د سفارتونو برخلیک معلوم نه دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i105850-په_هیوادونو_کښې_د_افغانستان_د_سفارتونو_برخلیک_معلوم_نه_دی
طلوع نیوز ټيلي ويژن راپور ورکړ د افغانستان د موقته کابینې د اطلاعاتو او د کلتور وزارت په خارجي هیوادونو د کابل د سفارتونو د فعالیت د له سره پیلولو په هکله وویل خارجه وزارت به د سیاسي نمایندګیو په هکله فیصله وکړي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 20, 2021 00:09 Asia/Kabul
  • په هیوادونو کښې د افغانستان د سفارتونو برخلیک معلوم نه دی

طلوع نیوز ټيلي ويژن راپور ورکړ د افغانستان د موقته کابینې د اطلاعاتو او د کلتور وزارت په خارجي هیوادونو د کابل د سفارتونو د فعالیت د له سره پیلولو په هکله وویل خارجه وزارت به د سیاسي نمایندګیو په هکله فیصله وکړي .

د افغانستان د اطلاعاتو او د کلتور وزارت د کلتوري کمیسیون غړي سعید خوستي وویل د هیواد د باندې سیاسي او ډيپلوماټیکې نمایندګۍ به د خارجه وزارت له مشورې پرته فعالیت ونلري .

سعید خوستي وویل هغه سفارتونه چې د افغانستان د باندې شته همدا اوس د اسلامي امارت ( طالبانو ) نمایندګۍ کوي او خارجه وزارت په دې هکله کار او فیصله کوي .

طلوع نیوز ټيلي ویژن وايي د افغانستان د سفارتونو د نامعلوم حالت په اوږدیدا سره د دغه هیواد یوشمیر ډيپلوماټان په نامعلوم حالت کښې دي او حتی ځینو یې له نورو هیوادونو څخه د پناه اخیستلو غوښتنه کړي ده .

د افغانستان ډیپلوماټانو ویلي دي د کابل حکومت  له تیرو څو میاشتو راهسې دوې ته  د هرې میاشتې معاشونه یعني تنخواګانې ، د کور کرایانې او د نورو مصارفو لپاره پیسې نه دي ورکړي او له بلې خوا په ملګروملتونو کښې د افغانستان دائمي استازي غلام اسحاق زي  هم په سرمنشي انټونیو ګوټریش غږکړی چې د ده ماموریت تمدید کړي .

د ملګروملتونو د سرمنشي ویاند هم رویټرز خبري اژانس ته وویل په ملګروملتونو کښې د افغانستان استازی غلام اسحاق زی به د افغانستان په استازي توب د سپتمبر میاشتې د اوویشتمې (۲۷) نیټې په غونډې کښې ګډون وکړي .