د طالبانوحکومت د ننګرهار او کونړ ولایتونولپاره نوي والیان وګمارل
-
د کونړ پخوانې والي محمد عثمان ترابي
دا مهال د طالبانو د حکومت ټول لوړ پوړي او ټیټ پوړي چارواکي دسرپرستانو په توګه دنده ترسره کوي.
د طالبانو د حکومت د اطلاعاتواو کلتور وزارت مرستیال او طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله تویتر پاڼه لیکلي چې د کورنیو چارو وزارت په یو اقدام کې مولوي مزمل د ختیځ زون تنظیمه رئیس او د ننګرهار والي او مولوي قاسم یې د کونړ د والي په توګه ټاکلي دي.
دا په څه باندې یوه میاشت کې چې طالبان واک ته رسیدلي لومړی وار دی چې په دې کچه لوړ پورو چارواکو کښې بدلون راځي. د کونړ پخوانی والي محمد عثمان ترابي په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې دکونړد طبیعي ځنګلونو پر وهلو او پاکستان ته په قاچاق کولوتورن شوی و. د طالبانو مرکزي حکومت د دې تور د څیړلو په موخه دکرنې او مالدارۍ وزارت د مرستیال په مشرۍ یو پلاوی کونړ ته واستاوه چې کابل ته د پلاوي دستنیدو سره سم نوموړی له دندې ګوښه شو.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد دغه راز لیکلي چې حاجي ناصر د هرات امنیه قوماندان، د ننګرهار پخوانی والي شیخ ندا محمد د ننګرهار د امنیه قوماندان، مولوي محمد انور د خوست ولایت د مرستیال او مولوي محبوب شاه د یاد ولایت دامنیه قوماندان په توګه ټاکل شوي دي.
دا مهال د طالبانو د حکومت ټول لوړ پوړي او ټیټ پوړي چارواکي دسرپرستانو په توګه دنده ترسره کوي. طالب مشران وایي چې دا کار یې د اوس لپاره د حکومتي ماشین د چلولو په موخه کړی دی خو لا تر اوسه ډیرې داسې حکومتي ادارې شته چې ورځنۍ چارې نه دي پېل شوې.