که طالبان  پخپل سر له چا غچ واخلي نو سزا به شي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i106022-که_طالبان_پخپل_سر_له_چا_غچ_واخلي_نو_سزا_به_شي
وئیل کیږي ، طالبانو دلې  یو ځانګړی کمیشن جوړ کړی ، څو  ددغې ډلې له لیکو ناخوښ کسان وپيژني .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 24, 2021 01:20 Asia/Kabul
  • که طالبان  پخپل سر له چا غچ واخلي نو سزا به شي

وئیل کیږي ، طالبانو دلې  یو ځانګړی کمیشن جوړ کړی ، څو  ددغې ډلې له لیکو ناخوښ کسان وپيژني .

زمونږخبریال راپور راکړ په افغانستان کې د طالبانو  ددفاع وزارت سرپرست محمد یعقوب مجاهد  پرون  په یولړڅرګندونو کې وئيلي دي  هغه طالبان  چې  له  افغان خلکو غچ واخلي نو سزابه  شي .

محمد یعقوب مجاهد  زیاته کړې ، د طالبانو په عمومی بخښنې کې  درست افغان ولس شاملیږي  او  هیڅ یو طالب  پخپل سر غچ نشي اخستلی .

له دې مخې  د ځينو هغو کسانو په لاس  چې طالبان بلل کیږي ، دځینو خلکو د کړولو او اذیت کولو  راپورونه خپره شوي وو . 

له بل پلوه  طالبانو دلې  یو ځانګړی کمیشن جوړ کړی ، څو  ددغې ډلې له لیکو ناخوښ کسان وپيژني .