طالبانو ښوونځیو ته د انجلیو د تلو لپاره فیصله نه ده کړي
Sep 24, 2021 10:12 Asia/Kabul
شفقنا خبري اژانس راپور ورکړی د طالبانو د معارف وزارت وویل تراوسه په ښوونځيو کښې د انجلیو د شتون په هکله کومه فیصله نه ده شوي .
دغه وزارت په یوې (۱) اعلامیې کښې دغه راز په ښوونځيو کښې د ښځینه زده کونکو او محصیلینو د شتون په هکله ځینې اوازې دروغ وبللې .
د طالبانو ډلې چارواکو وویل د انجلیو د ښوونځیو د بیرته پرانیستل کیدا او په کښې د جونو د ګډون په هکله فیصلې ترسره کول زیات وخت ته اړتیا لري .
له دې مخکې د افغانستان یوشمیر ښځو په کابل کښې په راغونډیدا سره له زده کړې د انجلیو په محرومولو کښې د طالبانو ډلې په اقدام اعتراض کړی و .
له دغه اعتراض وروسته د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د افغانستان میرمنو ته ډاډ ورکړ دغه ډله د ښځو لپاره د لا اغیزشیندونکي او د لا فعالې ادارې د فعالیدا پلوي ده .
ټیګونه