د افغانستان ۱۴۳ پایلوټان په تاجیکستان کښې نیول شوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i106046-د_افغانستان_۱۴۳_پایلوټان_په_تاجیکستان_کښې_نیول_شوي
رویټرز خبري اژانس وايي د تاجیکستان حکومت د اګست د میاشتې له نیمايي څخه د افغانستان هغه پایلوټان چې د طالبانو د غچ اخیستلو له ویرې دغه هیواد ته تښتیدلي دي نیولي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 24, 2021 10:21 Asia/Kabul
  • د افغانستان ۱۴۳ پایلوټان په تاجیکستان کښې نیول شوي

رویټرز خبري اژانس وايي د تاجیکستان حکومت د اګست د میاشتې له نیمايي څخه د افغانستان هغه پایلوټان چې د طالبانو د غچ اخیستلو له ویرې دغه هیواد ته تښتیدلي دي نیولي دي .

د افغانستان یوسل درې څلویښت (۱۴۳) پایلوټان په دې دلیل چې امریکا ورته روزنه ورکړي وه د طالبانو لخوا د غچ اخیستلو له ویرې په شپاړسو (۱۶)الوتکو کښې تاجیکستان ته تښتیدلي دي .

تاجیکستان د افغانستان دغه پایلوټان د پلازمینې دوشنبې ښار د باندې په یوې(۱) غرنۍ سیمه کښې د روغتیا په یوه (۱) مرکز کښې نیولي دي او هغوې امریکا ته د تلو په هیله ناست دي .

د افغانستان یوه(۱) پایلوټ وویل مونږ نه پوهیږو چې چیرته مو بیايي خو ټول په دې خبرې اندیښمن یوو .

په عین حال کښې تاجیکستان ووویل  په تیرو پینځلسو (۱۵) کلونو کښې یې د افغانستان څه د پاسه درې زره (۳۰۰۰) کورنیو یعني پینځلس زره(۱۵۰۰۰) افغان ښاریزو ته پناه ورکړي ده .