طالبانو د بهرنيو عسکرو له شتون سره مخالفت وکړ
Sep 24, 2021 12:19 Asia/Kabul
اسپوتنیک خبري اژانس وايي طالبانو ډلې وویل په افغانستان کښې له هرډول خارجي اډې او وسله وال ځواک سره پریکنده چلند کوي .
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل هیڅ هیواد ته اجازه نه ورکوو د افغانستان له خاورې په نورو هیوادونو د حملې لپاره استفاده وکړي .
هغه وویل د قطر په شان نور هیوادونه کولای شي زمونږ لپاره د مینځګړي رول ولري او په ملګروملتونو کښې د څوکۍ د ترلاسه کولپاره له مونږ سره مرسته وکړي .
ذبیح الله مجاهد دغه راز له روسیې سره اړیکې د طالبانو ډلې لپاره مهمې وبللې او د کابل او د ماسکو د پراخو اړیکو د ټینګولو غوښتنه یې وکړه .
ټیګونه