د افغانستان د زندانونو د مشر څرګندونې تحریف شوي دي
زمونږ خبریال وايي د افغانستان د طالبانو ویاند د سختو سزاګانو د اجرا کولو په هکله په موقته حکومت کښې د زندانونو د مشر نورالدین ترابي څرګندونې رد کړې .
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د اعدام او د لاسونو د پرې کولو د سزا د اجرا کولو په هکله د موقته حکومت د زندانونو د مشر نورالدین ترابي څرګندونو ته په غبرګون کښې وویل د امریکا ایسوسي ایټیډ پریس خبري اژانس (Associated Press,) د هغه خبرې تحریف کړي دي او ترابي هیڅکله د سختو سزاګانو د اجرا کولو خبره نه ده کړي .
ایسوسي ایټیډ پریس خبري اژانس د طالبانو د موقته حکومت د زندانونو له مشر نورالدین ترابي سره په مرکه کښې د هغه په قول ویلي و په افغانستان کښې د جنایت او د جرمونو د مخنیوي لپاره د لاسونو د پرې کولو سزاګانې یوځل بیا اجرا کیږي .
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل په افغانستان کښې د جنایتونو او د جرمونو د مخنیوی د لارو چارو په زمینه کښې فیصله به په راتلونکي کښې وشي .