د افغانستان د زندانونو د مشر څرګندونې تحریف شوي دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i106082-د_افغانستان_د_زندانونو_د_مشر_څرګندونې_تحریف_شوي_دي
زمونږ خبریال وايي د افغانستان د طالبانو ویاند د سختو سزاګانو د اجرا کولو په هکله په موقته حکومت کښې د زندانونو د مشر نورالدین ترابي څرګندونې رد کړې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 25, 2021 08:26 Asia/Kabul
  • د افغانستان د زندانونو د مشر څرګندونې تحریف شوي دي

زمونږ خبریال وايي د افغانستان د طالبانو ویاند د سختو سزاګانو د اجرا کولو په هکله په موقته حکومت کښې د زندانونو د مشر نورالدین ترابي څرګندونې رد کړې .

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د اعدام او د لاسونو د پرې کولو  د سزا د اجرا کولو په هکله د موقته حکومت د زندانونو د مشر نورالدین ترابي څرګندونو ته په غبرګون کښې وویل د امریکا ایسوسي ایټیډ پریس خبري اژانس (Associated Press,) د هغه خبرې تحریف کړي دي او ترابي هیڅکله د سختو سزاګانو د اجرا کولو خبره نه ده کړي .

ایسوسي ایټیډ پریس خبري اژانس د طالبانو د موقته حکومت د زندانونو له مشر نورالدین ترابي سره په مرکه کښې د هغه په قول ویلي و په افغانستان کښې د جنایت او د جرمونو د مخنیوي لپاره د لاسونو د پرې کولو سزاګانې یوځل بیا اجرا کیږي .

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل په افغانستان کښې د جنایتونو او د جرمونو د مخنیوی د لارو چارو په زمینه کښې فیصله به په راتلونکي کښې  وشي .