طالبانو له نورو هیوادونو څخه د جنګي ګرمې غوښتنه وکړه
ایرنا خبري اژانس راپور ورکړ طالبانو ډله د امریکا په مشرۍ په افغانستان باندې له حمله کونکو څخه د ګرمې د اخیستلو هڅه کوي .
طالبانو ډلې وویل ډیر زر به د افغانستان په جنګ کښې له ښکیلو هیوادونو وغواړي چې دغه هیواد ته جنګي ګرمه ورکړي .
په دې زمینه کښې د انګلستان دفاع وزارت څه موده مخکې وویل هغو کورنیو ته به چې په افغانستان کښې یې د برتیانیا د پوځ په هوايي حملو کښې خپلوان وژل شوي دي ګرمه ورکوي .
طالبانو ډلې هم د انګلستان د دفاع وزارت د دغه اقدام په هرکلي سره وویل مونږ په تیرو څلویښتو (۴۰) کلونو کښې په افغانستان کښې د خارجي عسکرو په هوايي حملو کښې د وژل شویو کسانو فهرست لرو .
د افغانستان په جنګ کښې له ښکلیو هیوادونو د جنګي ګرمې د ترلاسه کولو د غوښتنې په مطرح کیدا سره هغو کورنیو چې غړي یې په تیره میاشت کښې په کابل کښې د امریکا په هوايي حملې کښې وژل شوي وو له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې دوې ته د ځاني او د مالي رسیدلیو تاوانونو په هکله ځواب ووايي .
په کابل کښې په تیره میاشت کښې په یوه(۱) کور باندې د امریکا په هوايي حملې کښې د اوو (۷) ماشومانو په شمول لس (۱۰) ملګي وګړي وژل شوي و .