د افغانستان سفیر په ملګرو ملتونو کې له خبرو ډډه وکړه
Sep 28, 2021 03:49 Asia/Kabul
د ملګرو ملتونو ویندویې اعلان وکړ چي د افغانستان د مخکنی دولت سفیر او استازی غلام اسحاق زی د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د افغانستان په استازیتوب له خبری کولو انکار وکړ.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویندویي مونیکا ګریلي وویل چي اسحاق زی د ملګرو ملتونو په اسمبلۍ کې له ګډون ډډه کړې ده.
د هغې په وېنا اسحاق زی لا هم د دغه پریکړي لامل نه دی روښانه کړی.
تر دې مخکې ټاکل شوی و چي د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د افغانستان په استازیتوب اسحاق زی چي د افغانستان د مخکنی دولت استازی و، خبري وکړي.
دا په داسي حال کې دی چي د ملګرو ملتونو اداره په عمومي اسمبلۍ کې د طالبانو د استازی له ګډون سره مخالفت کړی و.
ټیګونه