د افغانستان سفیر په ملګرو ملتونو کې له خبرو ډډه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i106194-د_افغانستان_سفیر_په_ملګرو_ملتونو_کې_له_خبرو_ډډه_وکړه
د ملګرو ملتونو ویندویې اعلان وکړ چي د افغانستان د مخکنی دولت سفیر او استازی غلام اسحاق زی د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د افغانستان په استازیتوب له خبری کولو انکار وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 28, 2021 03:49 Asia/Kabul
  • د افغانستان سفیر په ملګرو ملتونو کې له خبرو ډډه وکړه

د ملګرو ملتونو ویندویې اعلان وکړ چي د افغانستان د مخکنی دولت سفیر او استازی غلام اسحاق زی د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د افغانستان په استازیتوب له خبری کولو انکار وکړ.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویندویي مونیکا ګریلي وویل چي اسحاق زی د ملګرو ملتونو په اسمبلۍ کې له ګډون ډډه کړې ده.

د هغې په وېنا اسحاق زی لا هم د دغه پریکړي لامل نه دی روښانه کړی.

تر دې مخکې ټاکل شوی و چي د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د افغانستان په استازیتوب اسحاق زی چي د افغانستان د مخکنی دولت استازی و، خبري وکړي.

دا په داسي حال کې دی چي د ملګرو ملتونو اداره په عمومي اسمبلۍ کې د طالبانو د استازی له ګډون سره مخالفت کړی و.