امریکا دې د ډیپلوماسۍ او ملګرتیا لار غوره کړي
زمونږ خبریال راپور راکړی طالبان وايي، امریکايي چارواکي باید د دوی پر ضد د منفي څرګندونو پر ځای د ډیپلوماسۍ او همکارۍ تګلاره خپله کړي.
طالبان دا غبرګون وروسته له هغه ښیي چې د امریکایي پوځ لوی درستیز جنرال مارک مېلي سه شنبه د مشرانو جرګې سینا یوې ځانګړې ناستې ته وویل، طالبان یوه ترهګره ډله وه او ده، او لا هم القاعدې سره اړیکې پالي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د جنرال مارک مېلي څرګندونو ته په غبرګون کې وویل دوی په دوحه کې له امریکا سره لاسلیک شوې هوکړې ته ژمن دي او د دوی له لوري د امریکا په ګډون هیچا ته ګواښ نشته.
ښاغلي مجاهد زیاته کړه:
"طالبان پر ټول هېواد کنټرول لري او موږ نړیوالو ته تضمین ورکړی چې له افغان خاورې به د امریکا په ګډون د هېڅ یوه هېواد لپاره هېڅ ګواښ پېښ نه شي".
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل، شته ستونزې د خبرو له لارې حل کېدلی شي او دوی له امریکا سره همکاري او رغنده فضا غواړي.
د امریکايي پوځ لوی درستیز سه شنبه د امریکا سنا د وسلوالو ځواکونو کمیټۍ ته وویل په دې کې هېڅ شک نه لري چې طالبان یوه ترهګره ډله وه او لا هم ده.
جنرال مېلي په قطر کې له طالبانو سره د امریکا هوکړې ته په اشارې سره زیاته کړه، طالبانو ته اوه(7) شرطونو اېښودل شوي وو خو دې ډلې یوازې یو(1) شرط پوره کړی، او هغه دا چې پر امریکایي ځواکونو یې برید نه دی کړی.
نوموړي وویل، اوس به کتل کېږي چې ایا دا ډله پر افغانستان خپله واکمني ټینګولی شي او که دې هېواد کې کورنۍ جګړه پیلېږي.
په ورته مهال د دوشنبې پر ورځ له شلو زیاتو سناتورانو پر طالبانو او پاکستان د بندیزونو لګولو یوه (1)لایحه هم مشرانو جرګې ته وړاندې کړه .
دا لایحه ۲۲ سناتورانو وړاندې کړی چې ټول د ریپبلیکن ګوند غړي دي.
په دغه لایحه کې ویل شوي دوی پر طالبانو او پر هغو چې د طالبانو مرسته کوي د یو لړ بندیزونو لګولو غوښتنه کوي.
دې لایحه کې چې په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد مبارزه، څارنې او محاسبه، نوم ورکړل شوی وړاندیز شوی چې امریکا باید په ملګرو ملتونو او په خپله امریکا کې د طالبانو هیڅ غړی د افغانستان د سفیر او استازي په توګه ونه مني.